Pashto Poetry


ﭘـﻪ ﺗـﻮﺭﻩ ﺷـﭙـﻪ ﻣﻲ ﺩ ﺯړﻩ ﮐـﻮﺭﺗـﻪ ﻧﺎﮔﻬﺎﻧﻪ ﺭﺍﻏـﻠﻲ




ﺩﺟـﺎﻧـﺎﻥ ﻏـﻤﻪ څـﻮﻣـﺮﻩ ﭘټ ﺍﻭ ﭘـﺮﯾـﺸـﺎﻧـﻪ ﺭﺍﻏـﻠﻲ

ﺑـﯿـﺎ ﺩﻱ ﺭﺍﻭﯾـښ ﮐړﻝ ﭘﻪ ﺩﺭﻧـﻮ ﺧﻮﺑـﻮ ﻭﯾﺪﻩ ﯾﺎﺩﻭﻧـﻪ



ﻟﮑـﻪ ﺷـﺒـﻨـﻢ ﺩﮔﻞ ﻭ ﻣــﺦ ﺗــﻪ ﻟــﻪ ﺍﺳﻤـﺎﻧـﻪ ﺭﺍﻏـﻠﻲ



ﺗـﺮﻱ ﭘـﻪ ﻟـړﺯﻩ ﻣـﻲ ﺩ ﻭﺟـﻮﺩ ټـﻮﻝ ﺍﻧـﺪﺍﻣـﻮﻧﻪ ﺷﻮﻝ



ﻟﮑﻪ ﺳـــړﻩ ﺳـﯿـﻠۍ ﻟــﻪ ﮐــﻮﻣــﻪ ﺑــﯿــﺎﺑــﺎﻧـﻪ ﺭﺍﻏـﻠﻲ



ﻻړﻝ ﻟﻪ ﺳﺘﺮﮔﻮ ﻣﻲ ﺧﻮﺍږﻩ ﺩ ﻧﯿﻤﻲ ﺷﭙﻲ ﺧـﻮﺑﻮﻧـﻪ



څـﻨـﮕﻪ ﺩ ﻏﻠﻪ ﻏـﻮﻧﺪﻱ ﻣﻲ ﺯړﻩ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺍﺳﺎﻧـﻪ ﺭﺍﻏـﻠﻲ



ﺯﻣﺎ ﻣﯿﻠﻤﻪ ﭘﺎﻝ ﺯړﮔﯽ ﺩﻱ څﻮﻣﺮﻩ ﭘﻪ ﺍﺧﻼﺹ ﻗﺒﻠﻮﻱ



ﺩ ﻣـﯿـﻨﻲ ﺩﺭﺩﻩ ﭼﻲ ﻣﻲ ﺧﻮﺍﺗﻪ ﻟﻪ ﺟـﺎﻧـﺎﻧـﻪ ﺭﺍﻏـﻠﻲ



ﻟﮑﻪ ﺟـﻞ ﻭﻫـﻠـﻲ ﻣـﺴـﺎﻓـﺮ ﺳـﺘـړﯤ ﺳﺘﻮﻣﺎﻧﻪ ﺭﺍﻏـﻠﻲ





         گرﺍﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ



گرﺍﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ ﺳﺘﺎ ﺩ ښکلی ننگرﻫﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ
ﻭﻃﻨﻪ ﺗﻪ ﺩ ﻣﻴړﻧﻮ ﺍﻭ ﺯﻣﺮﻳﺎنو ﻭﻃﻦ ﻳﻲ
ﺗﻪ ﺩ ﻣﻴﺮﻭﻳﺲ ﺍﻭ ﺍﺣﻤﺪ ﺷﺎﻩ ﺩ ﺗﻮﺭﻳﺎﻟﻮ ﻭﻃﻦ ﻳﻲ

ﺳﺘﺎ ﺩ ﻫﻠﻤﻨﺪ ﺳﺘﺎ ﺩ ﻣﻴﻮﻧﺪ ﺳﺘﺎ ﺩ ﮐﻨﺪﻫﺎ ﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

گرﺍﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ ﺳﺘﺎ ﺩ ښکلی ننگرﻫﺎﺭ ځینی ﺟﺎ ﺭ

ﺳﺘﺎ ﺩ ﻫﺮﺍﺕ ﺩ ﺟﺎﻡ ﺟﻢ ﺩ ﻣﻨﺎ ﺭﻭﻧﻮ ﻋﻈﻤﺖ

ﮐړ ﺭﺍ ﭘﻪ ﻳﺎﺩ ﺩ ﻣﻼﻟۍ ﺩ ﻏﻮﺭ ځنگوﻧﻮ ﻋﻈﻤﺖ

ﺳﺘﺎ ﺩ ﺷﻴﻨﮑۍ ﺳﺘﺎ ﺩ ﻣﺎﺭﺟﻲ ﺩ ﺳﺨﺖ ﻧﺎﺗﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

گرﺍﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ ﺳﺘﺎ ﺩ ښﮑﻠﻲ ننگرﻫﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

ﺳﺘﺎ ﺩ ﮐﻨړ جنگیاﻟﻲ ﻭﺭﻭﻧﻪ ﺍﻭ ﻟﻐﻤﺎﻥ ﭼﻲ ﻭﻳﻨﻢ

ﺭﺍ ﭘﺎ څیدﻟﻲ ښه ځوﺍﻧﺎﻥ ﺩ ﻧﻮﺭﺳﺘﺎﻥ ﭼﻲ ﻭﻳﻨﻢ

ﺯړﻩ ﻣﻲ ډﺍډﻩ ﺷﻲ ﻭﺍﻳﻢ ﺳﺘﺎ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ښاﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

گرﺍﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ ﺳﺘﺎ ﺩ ښکلی ننگرﻫﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

ﭼﻲ ﺍﺷﻐﺎلگر ﺍنگرﻳﺰ ﻳﻲ ﻣﺎﺕ ﺍﻭ ﺩﺭﭘﻪ ﺩﺭ ﻏﻮﻧﺪﻱ ﮐړ

ﭼﻲ ﺳﻮﺭ لښکر ﻳﻲ ﺩ ﺭﻭﺳﺎﻧﻮﺧﺎﮎ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻏﻮﻧﺪﻱ ﮐړ

ﺳﺘﺎ ﺩ ﭘﮑﺘﻴﺎ ﺳﺘﺎ ﺩ ﺧﻴﺒﺮ ﺑﺎﻻ ﺣﺼﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

گرﺍ ﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ ﺳﺘﺎ ﺩ ښﮑﻠﻲ ننگرﻫﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

ﺩ ښمن ډﺍﺭﻳږﻱ ﻟﻪ ﻏﺰﻧﻲ ﺯﺍﺑﻞ ﻣﻴﺪﺍﻥ ﻭﻃﻨﻪ

ﺗﻴﺎﺭ ﻭﻻړ ﺩﻱ ﺩ ﮐﻨﺪﻭﺯ، ﺗﺨﺎﺭ، ﺑﻐﻼﻥ ﻭﻃﻨﻪ

ﺳﺘﺎ ﺩ ﭘﺎﻣﻴﺮ ﺳﺘﺎ ﻫﻨﺪﻭﮐﺶ ﺳﺘﺎ ﺩ ﻣﺰﺍﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

گرﺍﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ ﺳﺘﺎ ﺩ ښکلی ننگرﻫﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

ډﮎ ﻟﻪ ﻟﻌﻠﻮ ﻭﯤ ﺩﺷﻤﻨﺎﻧﻮ ﮐړﻯ ﺗﺎﻻ ﻭﻃﻨﻪ

ﻟﻪ ﺑﺪﺧﺸﺎﻥ ﺗﺮ جگدﻟﮏ ﺷﻬﺮ ﺻﻔﺎ ﻭﻃﻨﻪ

ﺳﺘﺎ ﻟﻪ ﻧﻴﻤﺮﻭﺯ ﺳﺘﺎ ﻟﻪ ﻓﺮﺍﻩ ﺳﺘﺎ ﻟﻪ ﺗﺨﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

گرﺍﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ، ﺳﺘﺎ ﺩ ښکلی ننگرﻫﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

ﻭﻃﻨﻪ ﺗﺎ ﺗﻪ ﭼﻲ ﻫﺮ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺑﺪ ﻧﻈﺮ ﮐﺘﻠﻲ

ټوټی ټوټی ﺧﻮﺍﺭﻭ ﺯﺑﻮﻥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻻﺭﻩ ﺗﻠﻠﻲ

ﺳﺘﺎ ﻣﻴﻤﻨﻪ ﺩﻩ ﻏﻴﺮﺗﻲ ﺳﺘﺎ ﺩ ﻓﺮﺧﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

گرﺍﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ، ﺳﺘﺎ ﺩ ښکلی ننگرﻫﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ

ﺳﺘﺎ جنگیاﻟﻲ ﭘﻪ ﻏﻮﺭ ﺭﻭﺯگاﻥ جنگږﻱ

ﻫﻢ ﭘﻪ ﻟﻮگر ﻫﻢ ﭘﻪ ﻏﺰﻧﻲ ﻫﻢ ﭘﻪ

ﺑﺎﻣﻴﺎﻥ جنگږﻱ

ﺳﺘﺎ ﺩ ﺯړﻭ ﺳﺘﺎ ﺩ ﺯﻟﻤﻮ ﺳﺘﺎ ﺩ ﺑﻴﻤﺎﺭ ځینی ﺟﺎﺭ
گرﺍﻧﻪ ﻭﻃﻨﻪ ، ﺳﺘﺎ ﺩ ښکلی ننگرهاﺭ ځینی ﺟﺎﺭ






ﺗﻪ څه ﺧﺒﺮ ﻳﯥ ﭼﯥ څه ﺣﺎﻝ ﻛﯥ ﺯﻧﺪگی ﺗﯧﺮﻭﻡ

ﺳﺘﺎ ﺩ ښاﻳﺴﺖ ﭘﻪ ﺩﺭﻣﺴﺎﻝ ﻛﯥ ﺯﻧﺪگی ﺗﯧﺮﻭﻡ

ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﺧﺪﺍﻳﺰﺩﻩ ﭼﯥ ﺑﻴﺎ ﺭﺍﺷﻲ ﺍﻭ ﻛﻪ ﻧﻪ ملگرو ؟

ﺯﻩ ﻳﯥ ﻫﻐﺴﯥ ﺍﺳﺘﻘﺒﺎﻝ ﻛﯥ ﺯﻧﺪگی ﺗﯧﺮﻭﻡ




ﺳﺘﺎﺩﺭﺍتګ ﻻﺭﯤ څاﺭﻣﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﮐﻠﻪ ﺭﺍځی؟






ﺩﺟﺪﺍﻳﺊ ﺷﭙﯥ ﺗﯧﺮﻭﻣﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﮐﻠﻪ ﺭﺍځی؟






ﺧﻮﺏ ﻣﯥ ﻟﻴﺪﻟﻮﻣﺎﺗﻪ ګل ﺩﺻﻨﻮﺑﺮﺭﺍﮐﻮﯤ






ﺯړﻩ ﭘﻪ ﺗﻌﺒﻴﺮ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻮﻣﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﮐﻠﻪ ﺭﺍځی؟






ﮐﻠﻪ ﭘﻪ ﺳﻮﭺ ﮐﯥ ﺩګلوﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﺎﻏﻮﮐﯥ ګرځو






ﮐﻠﻪ ﺩﯤ ﺯﻧﯥ ﻭﺗړﻣﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﮐﻠﻪ ﺭﺍځی؟






ﺩﺍﺩﻫﺠﺮﺍﻥ ﭘﻪ ﺗوﺮﻭﺷﭙﻮﮐﯥ ﭘﻪ ﻣﺎڅه ﺗﻴﺮﻳږﻱ؟






ﺗﺎﺏ ﺩﯤ ﻫﺠﺮﺍﻥ ﻧﻮﺭﻧﻪ ﻟﺮﻣﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﮐﻠﻪ ﺭﺍځی ؟






ﺳﺘﺎﺩﺳﻔﺮﻣﻮﺩﯤ ﺍﻭږﺩﯤ ﺍﻭﺗﺮﺧﯥ ﺷﻮﯤ ډﯦﺮﯤ






ﺯﻩ ﺩﯤ ﻧږﺩﯤ ﻻﺭﯤ څاﺭﻣﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﮐﻠﻪ ﺭﺍځی؟






ﺯﻣﺎﺩﯤ ﺑﺨﺖ ﻣﻌﺸﻮﻗﯥ ﺗﻪ ﺯﻣﺎ ﻭﻃﻦ ﺗﻪ ﺭﺍﺷﻪ






ﺑﯥ ﺗﺎﻭﻃﻦ ﺯﻩ څه ﮐﻮﻣﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﮐﻠﻪ ﺭﺍځی؟






ﺳﭙﻴﻨﯥ ﺭڼاﻭﺭځی ﻣﯥ ﺗﻮﺭﯤ ﺗﻴﺎﺭﯤ ﺷﻮﯤ ﺭﺍﺗﻪ






ﺩ ﺍﺻﻠﺰﻱ ﺩﺯړﻩ ﺩﺭﻣﻠﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﮐﻠﻪ ﺭﺍځی ؟

   



    ﺳﺘـــــــﺎ ﭘـــــﻪ ﻣﯿﻨﯽ ﮐــــﯽ ﺑﻪ ﻣﺮﻡ ﺗـــــﻪ ﺑﻪ ﻣﯽ گوﺭﯼ

 ﺩﺍ ﯾــــــــــــﻮ ﺳـــــــﻮﺍﻝ ﺩﺭﺗـــﻪ ﮐــــﻮﻡ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻣﯽ ګـــﻮﺭﯼ

ﺟﻨــــــــﺎﺯﻩ ﻣﯽ ﭼﯽ ﺳﺘـــــــﺎ ﮐـــــــﻮﺭ ﺑــــــﺎﻧﺪﯼ ﺗﯿﺮﯾږﯼ

ﯾـــــــــﻮ ﺁﻭﺍﺯ ﺑـــــﻪ ﺩﺭ ﮐـــــــــﻮﻡ ﺗــــــﻪ ﺑﻪ ﻣﯽ ګـــــــﻮﺭﯼ

ﺗـــــﻪ ﺑـــــﻪ ﺳــــﻮﺍﻝ ﺭﺍﺗﻪ ﮐـــــــــﻮﯼ ﭼﯽ ﺭﺍ ﺍﻭﭼـــﺖ ﺷﻪ

ﺯﻩ ﺑــــﻪ ﻏﻠــــــﯽ ﺩﺭﻧﻪ ځـــــــــــــــﻢ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻣﯽ ګـــــﻮﺭﯼ





ﺩ ﺯړﻩ ﻧﻪ ﻣـﯽ ﭼﺎﭘﯿﺮﻩ ﺷـﻮﯼ ﻟﻤـﺒﯽ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﮐـﯽ



ځوﺍﻧﯽ ﻣﯽ ﺷﻮﻩ ﺍﺷﻨﺎ ﺧﺎﻭﺭﯼ ﺍﯾﺮﯼ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﮐﯽ



ﺳــﺘﺎ ﻻﺭﯼ ﺑـﻪ څـﺎﺭﻣــﻪ ﺗﺮ ﻗﯿﺎﻣـﺘﻪ ﺩ ﺯړﻩ ﺳـــﺮﻩ



ﺑﻬــﯿږﯼ ﮐﯽ ﺩﺯړﻩ ﻣـﯽ ﻭﯾﻨﯽ ﺳﺮﯼ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﮐﯽ



ﺩﻧﯿﺎ ﺩﯼ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﺍﯾﯽ ﺯﻩ ﺑﻪ ﺳـﯿﺮﯼ ګرﯾﻮﺍﻥ ګرځـﻢ



ﺗﺮ څــﻮ ﭼــﻪ ګلی ﻧﺸـﻢ ﻟـــﯿﻮﻧﯽ ﭘـﻪ ﻣـﺤﺒﺖ ﮐـﯽ












ﺍﻯ ﺯﺭﮔﻴﻪ ﺑﻴﻮﻓﺎ ﻳﺎﺩﻭﻯ ﻭﻟﻰ؟





ﭼﻲ ﻳﻲ ﻫﻴﺮ ﻛﺮﻱ ﺗﻪ ﻳﻲ ﻻ ﻳﺎﺩﻭﻯ ﻭﻟﻰ؟





ﻛﻪ ﺣﺴﻴﻦ ﻭﻭ ﻛﻪ ﻧﺎﺯﻙ ﻭﻭ ﺧﭙﻞ ﺩﻱ ﻧﻪ ﻭﻭ





ﭘﺮﺩﻯ ﻫﺴﻲ ﺧﺎﻣﺨﺎ ﻳﺎﺩﻭﻯ ﻭﻟﻰ؟





ﭼﻲ ﻳﻲ ﺧﻮﻯ ﺧﺼﻠﺖ ﺩ ﺭﻧﮓ ﭘﻪ ﺷﺎﻧﻲ ﻧﻪ ﻭﻭ





ﺑﺲ ﻛﻪ ﺑﺲ ﺩﺍﺳﻲ ﺯﻳﺒﺎ ﻳﺎﺩﻭﻯ ﻭﻟﻰ؟













ﺳﺘﻮﺭﯼ ﺯﻣﻮنگ ﺩ ﮐﻮﺭ ﭘﻪ ﺑﺎﻡ ﻭﯼ ﺗﺮ ﺳﺤﺮﻩ ﭘﻮﺭﯼ



ﺯﻣﺎ ﻫﻢ ټوﻟﻪ ﺷﭙﻪ ﻭﺭ ﭘﺎﻡ ﻭﯼ ﺗﺮ ﺳﺤﺮﻩ ﭘﻮﺭﯼ




ﺍﯼ ﻟﯿﻮﻧﯽ بیگاﻩ ﺭﺍﻧﻐﻠﯽ ﺗﺸﻮﯾﺶ ﻭﺍﺧﯿﺴﺘﻤﻪ




ﭘﻪ ﻣﺎ ﺩﯼ ټکی ﺧﻮﺏ ﺣﺮﺍﻡ ﻭﯼ ﺗﺮ ﺳﺤﺮﻩ ﭘﻮﺭﯼ







چاچې وخوړه ګوزار د لغماني

بیابه نه ورزي په لار د لغماني

د شرافت به مکمل درسونه زده کړي





که څوک تیر شول په بازار د لغماني





د رقیب نه سر چپه پوستکي وباسي





خلکو مه تنګوئ یار د لغماني











ﻫﺮ ﻗﺪﻡ ﻣﯥ ﭘﻪ سلگو ﺩﻩ، ﻫﺮﻩ ﺳﺎﻩ ﻣﯥ ﭘﻪ ﺧﺘﻮ



ﺩﺍ ﻣﯥ څرنگه ﮊﻭﻧﺪﻭﻥ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺩﻧﯿﺎ ﻣﯥ ﭘﻪ گیلو







ﺯﻣﺎ ﮊﻭﺑﻞ،ﮊﻭﺑﻞ ﺯړﻩ ﺗﻪ، ﺩ ﺩﺭﻣﻠﻮ ﻫﯿﻠﻪ ﻧﺸﺘﻪ




ﻫﺮ ﭘﺮﻫﺮ ﻣﯥ ﻧﺎﺳﻮﺭ ﺷﻮﻱ ﻫﺮﻩ ﺍﻭښکه ﭘﻪ ﺯﺍﺭﻭ







ﺍﯤ ﺩ ﻫﯿﻠﻮ ﺯﯾړﻩ ﻟﻤﺮﻩ، ﺍۍ ﺩ ﺳﻮﻟﯥ ﻣﺎﺯﺩیگره





ﻫﺮ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﭘﻪ ﺯﻧﮑﻨﺪﻥ ﺷﻮ ﻫﺮﻩ ﻫﯿﻠﻪ ﭘﻪ گاڼډﻭ





څﻮﻣﺮﻩ ﺳﺘړﯼ ﻟﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ، څه ټکرۍ ﺩ ﺗﻮﭘﺎﻥ ﺧﻮﺭﻡ





ﺍﯼ ﺩﻭﺧﺖ ﮐﺎﺭﻭﺍﻧﻪ ﻭﺍﻭﺭﻩ ﺩ ﺯړﻩ ﻏږ ﻣﯥ ﭘﻪ ﻧﺎﺭﻭ





ﻫﻢ ﺍﺯﺑﮏ، ﻫﻢ ﻣﯥ ﺗﺎ ﺟﮏ،ﻫﻢ پښتوﻥ،ﯾﺎ ﭘﺸﻪ ﻳﻲ 





ﺯﻣﺎ ﻫډ ﺯﻣﺎ ﺑﺪﻥ ﺩﯼ ﮐﻪ ﻓﺎﺭﺳﯥ ﮐړﻱ ﮐﻪ پښتو!




ﺗﻪ ﻣﯥ گوﺭﻩ ﻫﺮ ﺑﭽﯥ ﺗﻪ، ﭼﯥ ﭘﺮﯼ ﺑﻞ ﺩ ﺟﻬﻞ ﺍﻭﺭ

ﺧﺪﺍﯾﻪ، ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﻩ ﻟﻪ ﻣﺎﻧﻪ ﺗﻮﺭ ﺗﻤﻮﻧﻪ ﺩ ﺗﯿﺎﺭﻭ




ما انتظار کې ټوله شپه اوخوړه

تا لیوني خپله وعده اوخوړه . .





ما ویل چه ډیر څه به اشنا ته وایم


ستا یو کتو رانه قیصه اوخوړه . . .





د یار سرو شونډو وارخطا غوندې کړم


لکه پتنګ مې سره لمبه اوخوړه . . 



لکه ماشوم په چغو سر یم ژاړم 


نن مې په مینه کې دوکه اوخوړه



قراره بس که راپخلا شه کنه

د هجر شپو مې حوصله اوخوړه



د هجر شپو مې حوصله اوخوړه












ساده پـښــتون یم د خپل ځان درته صفت نه کوم .

هر سه کــــــــــــــوم خو د اسلام نه بغاوت نه کوم









چی په دوســــــــتی کښی دی د شانه ګذارونه کول



اغــــــــــیاره پام چی نور خوبونه د غفلت نه کوم



.!!**~خپل وطن..!!**~





لمر زما د وطن ښکلی دی . . !

او هم یې شین چمن ښکلی دی





سپوږمې یې په اسمان خوند کویي 


هر ستوری په لمن ښکلي دي . .!! 





شبنم ته یې کوره هر سهر


د ګل په ټول بدن ښګلی دی 



څنګه یې ماښام وستایم . . . 


چې یې هر ماڅښتن ښکلی دی





که د سمے که د غره خکلی دی،

ٹوله دنیا کی پختانه خکلی دی.

،

وطن ته راشه مسافره اشنا،


دلته هوا دلته اوبه خکلی دی.

،

یاره رختیا راباندی سه له واۓ،


داپسرلی ستا نه په سه خکلی دی.

،

ساگ د شڑشمو او د جوارو ڈوڈئ،


ٹنگی شملی ساڑه ماسته خکلی دی.

،

خیر دے د بل چانه پختنه اوکه،


دا ستا بریتونه زما بانڑه خکلی دی





تر سو به گرزے مرور خفه خفه جانانه،

خپله به راشے که در اولیگم جرگه جانانه




ستا د خوگو خوگو خبرو په ارمان یمه،







مینه که نه کوے خبرے خو کوه جانانه






زندګۍ راته ویلي چې نزدې راله را نه شې

لیونئ راته ویلي چې نزدې راله را نه شې

چې تر څو دې د زړه سترګې په رڼا مینځلې نه وي

شاعرۍ راته ویلي چې نزدې راله را نه شې

اوس به ځان له سینده ساتم له خندا به دې ګوښه یم

موسیقۍ راته ویلي چې نزدې راله را نه شې

...

خندا ګانې دې بلنې راکوي خو ستا د سترګو

بی نیازۍ راته ویلي چې نزدې راله را نه شې

د غنمو په دانه مې هر اندام تړلی شوی

ازادۍ راته ویلي چې نزدې راله را نه شي

چې پیدا وم په ژړا وم لا تر اوسه پورې ژاړم

خوشحالۍ راته ویلي چې نزدې راله را نه شې










په زړه ګذار کوم چې هېره مې شې
يو داسې کار کوم چې هېره مې شې

ته انتظاره کوه چې هېره دې کړم

زه انتظار کوم چې هېره مې شې





ته رانه نه هيرېږې غم مه کوه

هسې ټنګار کوم چې هېره مې شي



په زړه کې خلک يو پرهر هم ساتي

ولې تلوار کوم چې هېره مې شې



ډېرې مودې وشوې خو زه ليونى

له دې انکار کوم چې هېره مې شې






ځم خپل وطن ته ځم


رانه تاو د دنیا هر غم ده
رڼا ورځ راته تور تم ده
ځم خپل وطن ته ځم

هر زخم ته می ملحم ده

نه می شته راحتونه

راباندی جوړ ماتم ده

ژړا ګانی دردونه دي

زړګی مات قلم قلم ده

ویلی ویلی خوږمن یی کړم

د مسافری ژوند لکه لړم ده

خواره تقدیره نه پوهیږم ولی






<<<<<<<<<<<<<<<<<<>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>







سپين جوړه لاسونه د امېل په شان





غاړې ته چې راشي نو نخرې کوي 


څوک چې په پيرۍ کې شراب بد ګڼي



هسې سپکاوى به د توبې کوي 


ځوانه ده د ځوان احساس له خوبه هم




ځکه خو "شادابه" شوګيرې کوي


کـــــه مــــی ســـر قــــلم قــــلم شـــــي ښـــځــــه غــــواړم

کـــــه خــــوراک زما شـــــلـــغم شـــــی ښــــځــــه غــــواړم

بـــی لــــه ښــــځــــي راتـــه ګـــرانــــه زنــده ګـــی شــــــوه

کـــــه دښـــمن مــی ټــول عـالـم شــــی ښـــځـــه غـــواړم






















چه انسان خپله ،دښمن دانسان جوړ شي




هسې نوم یی دانسان وي،شيطان جوړشي


تا اشرف المخلوقات پيدادي خدايه



ورسته ولې ترې خونخواره ليوان جوړشي



انسان ګوره چه په خپل لاس انسان وژني



زاړه وژني،ځوانان وژني،کوچنيان وژني



دانسان نوم ورته نه ښايي، نورخدايه



څوک چه پلاروژني،موروژني ،خپلوان وژني



زړونه ندي،هسې کاڼي دي سينوکې



چه په خوب ويده معصوم ،ماشومان وژني



څه ګيله به له کافر،ددين دښمن کړم



مسلمان ورورمې،خپل ورورمسلمان وژني



څوک ځانونه ستا ددين پتنګان بولي



ستا رضاته ستا ددين ،عاشقان وژني



لويه خدايه مونږ عاجز بندګان ستا يو



دلته ستا په نوم څوک ستا بندګان وژني



داسلام په نوم دښمن داسلام،جوړدي



دوی په هرځای کې ،پيرو دقران وژني



خدايه خپل مو دپردو مزدوران جوړشول



مونږپه خپلودپردو اجيران وژ ني



اوس قيام ته دومره پته لګي خدايه


که کافرکه مسلمان دئ،افغان ژني
















دا دافغان افغانستان وطن دی




دا داحمد،اکبراوميروِس خان وطن دی


دلته ډيروخپلې ککرۍ خوړلي


هم دې خاوره ډيردي سوځيدلي



چابه دروس اوامريکا بوټان پاکول




چا د انګريزاوهم ايران پاکول


خوټول خوبونه يې په اوبو لاهوشول


نه دهغې اونه ددې وطن شول


په دې ملت ډير ظلمونه وشول


په دې اولس کې ډيرمرګونه وشول


ځيني مردارشول په دروغواتل


نورڅه نکړي داتل نوم بدول غواړي تل


له دې وطن نه نورنو څه غواړی ته


پريږدۍ داخلک لږ ارام وکړي


له دې ولس خټې وطن نه لاس په سرشه ...


له خپل بادارسره ورځی له دې وطن نه لاړشی


نور مو نو پريږدی چې په خپله جوړکړو


داقاتلان درسره ولۍ نور په خپله لاړشی
















غنيمت ګڼه هر دم د ژوند په لاره





چې شو تير هغه رانشي په بار باره




څو کيدای شي ګشلان وکره په بڼ کې




چې هر څوک د لزت يوسي له ګلزاره







که د شاتو مچۍ نشوی بياهم خير دی







هسې نه چې شې لړم غوندی نيشداره




ښه هغه چې پاچائئ کوي په زړونو




ګټه چا کله ليدلې له ازاره




ځان ښودل ځان پړسول راته عيب ښکاري




ملنګي لباس کې ګرځه شه خاکساره




په مرګي د هيس انسان روادار مه شه




که د خپل او يا پردی وي زما ياره




پسله مرګه به هغه خلک ياديږي




په ژوندون چی تری څه پاته وی يادګره




د غمو پيټی په هر چا باندی بار وي

په چا ډير وي په چا کم حفيظ ملياره






No comments:

Post a Comment